15 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د وېش دروازې تړل کېدل دويمې ورځې ته وغځېدل

قندهار باختر د تلې ۲۳ مه د قندهار ولایت د...

په ننګرهارکې ۳۴۰ تنه سرتېري د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

جلال اباد باختر د تلې ۲۳ مه په ننګرهار ولایت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې دخپلې نږور دوژنې په تور يوې ښځې ته پنځه کاله بند .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلي شلمه : يوه ميرمن دخپلې نږور په وژنه کې دلاس لرلو په تور دهرات ولايت داستيناف محکمې له خوا دپنځه کاله بند په مجازاتو محکومه شوه . دهرات ولايت داستيناف محکمې دجزا دديوان په علني غونډه کې چې ددغې محکمې درييس قضاوتمند شمس الرحمن رييس خيل په مشرۍ جوړه شوه ديوې ميرمنې قضيه چې دخپلې نږور په وژنې تورنه ده دقضايي هيئت له خوا وڅيړل شوه چې له غور او څيړنې وروسته دغه تورنه دپنځه کاله تنفيذي بند په مجازاتو محکومه شوه . ديادونې وړ ده چې په دې غونډه کې دغلا څلور قضيې هم څيړلې شوې چې دغه تورن کسان له يوکال څخه تر يوکال او دوو مياشتو پورې په مجازاتو محکوم شول . په پاى کې دمحکمې په حکم په ټاکلې موده کې دتورنو کسانو دتميز غوښتنې حق محفوظ اعلام شو . ختم- ف _ اکرم

Last modified on Saturday, 13 October 2018 04:28

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.