15 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د وېش دروازې تړل کېدل دويمې ورځې ته وغځېدل

قندهار باختر د تلې ۲۳ مه د قندهار ولایت د...

په ننګرهارکې ۳۴۰ تنه سرتېري د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

جلال اباد باختر د تلې ۲۳ مه په ننګرهار ولایت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د وسله والو تر ولکې لاندې سیموکې کرل شوي نشه يي توکي به له منځه یوړل شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

لښکر ګاه باختر د تلې  ۲۱ مه
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظيمي د يوه پلاوي په مشرۍ نن لښکرګاه ښار ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي سره یې د کتنې په ترڅ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې پر وړاندې تفصيلي خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
په دې کتنه کې د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان د نشه يي توکو د کرکیلې پر بدیل معیشت هم خبرې وکړې.
هغه د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې هلمندي کروندګرو ته پر اساسي بديلونو او کرکيلو کار وکړي، ترڅو له کوکنارو لاس په سر او د روا کښتونو يې ملاتړ وشي.
والي ډاډ څرګند کړ چې د حکومت تر ولکې لاندې سيمو کې به په هيڅ ډول د کوکنارو کرکیلې ته اجازه ورنه کړل شي.
هغه زیاته کړه چې په دې هم عملي کار روان دی، چې د مخالفانو په سيمو کې د نشه يي توکو کرکيلې او مرکزونه په نښه او له منځه يوړل شي.
د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې وزيرې سلامت عظيمي د خپلو تېرو پروژو سربېره د نويو پروژو پر ملاتړ هم ټينګار وکړ او مننه يې وکړه چې د نشه يي توکو سره په هلمند کې  ښه مبارزه روانه ده.
پای/وصال

Last modified on Sunday, 14 October 2018 04:17

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.