16 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د وسله والو طالبانو دوه تنه سرګروپان ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلې  درې ويشتمه :
د وسله والو طالبانو دوه تنه سرګروپان له څو تنو نورو طالبانو سره پرون په کندز ولايت کې ووژل شول .
د  ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو دوه تنه مشهور سروګرپان په نظامي مشهور قاري عبدالله او قاري سراج الدين او څو تنه نور وسله وال طالبان دملي اردو د کوماندو او د غوڅ ملاتړ او د ملي امنيت د ځواکونو  په ګډوعملياتوکې د دغه ولايت د چار درې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ووژل شول .
رضايي زياته کړه چې په دغو عملياتوکې د کندز ولايت د چار درې ولسوالۍ  د وزيري، وردګانو، خزانه دار او مير شيخانوکلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
  ده وويل: دغه راز په دغو عملياتوکې څو تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي او د دښمن يو ايلکس موټر دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او د هغوى دولس سنګرونه درې قرارګاوې، يو لب ټاب کمپيوټر، يو موبايل، لس جوړرې پوځي دريشيانې پنځلس پرتلې او د موټرو پرزې له منځه وړل شوي او يوولس ښخ کړى شوي ماينونه کشف او چول شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.