18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیا کې د دوو خونړیو پېښو مخه ونيول شوه

کابل/باختر/ د وږي ۲۷مه هوايي ځواکونو د پکتیا د زرملې ولسوالۍ...

يو انس سره زر په ١٥٠٠ډالرو پلورل کېږي

کابل/باختر/ د وږي٢٧مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر...

په ننګرهارکې سلګونو کورنيو روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ

کابل/باختر/ د وږي ۲٧مه په ننګرهارکې سلګونو کليوالي کورنيو روغتيايي اوبو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې د ولسي جرګې د نوماند په انتخاباتي مرکز د ډزو عاملين به ونيول شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلې  درې ويشتمه :
د هرات والي محمد آصف رحيمي د انجيل په ولسوالۍ کې د سيد عظيم کبرزاني  په انتخاباتي مرکز ډزې وغندلې او د دغې پيښې د هر اړخيزې څيړنې په خاطر يې يو هيئت توظيف کړ.
په دغه انتخاباتي مرکز پرون له غرمې وروسته د ډزو له امله يو ساتوونکى او يو ماشوم شهيد شو او يو بل ماشوم ټپي شو.
د هرات والي په يوه پيغام کې د انتخاباتو په ملي بهير کې هر راز ګواښ د خلکو په حق کې جفا وبلله او په دغه ملي بهيرکې د خلکو د امنيت تامينول يې د منسوبينو امنيتي مکلفيت وباله.
د هرات والي ټينګار کړى دى چې دغه ناوړه کارونه به په انتخاباتوکې د خلکو په ونډې  خنډ ونه ګرځي.
رحيمي ويلي دي چې د رايو په صندوقونوکې د خلکو پرتمين ونډه به د افغانستان د خلکو دښمنانو ته يو غاښ ماتوونکى ځواب وي .
دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولايت کې د انتخاباتو د ترسره کولو په خاطر  وروستي تياري  پرون په  يوې  غونډه کې  د محمد آصف رحيمي په مشرۍ د ملي او پوځي مسوولينو په وړاندې ترسره شوه، وڅيړل شول.    ختم_ شکريه _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.