يوتن په تخارکې ووژل شو او١٥تنه نور ټپيان شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٣نيټه :
وسله والو طالبانو نن د تخار ولايت په ينګي قلعه ښار څو توغندي وتوغول.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير باختر آژانس ته وويل: څلور توغندي د دغه ښار په بازار لګيدلي دي چې له امله يې تن ووژل شو او د څلورو ښځو او يو ماشوم په ګډون ١٥ تنه نور ټپيان شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او د دريو تنو ټپيانو روغتيايي  حالت خراب بلل شوى دى.
پاى\ج \ ذ 


 

back to top