14 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د دايکنډي ولايت دښار او کورجوړولو رياست دودانۍ دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : ددايکنډي ولايت دښار او...

اووه سوه کورنيو په درز اب کې مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : دجوزجان ولايت په درز...

يوې ځوانې ميرمنې په جوزجان کې ځان وواژه .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : يوې ځوانې ميرمنې دجوزجان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهارکې ۳۴۰ تنه سرتېري د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

جلال اباد باختر د تلې ۲۳ مه
په ننګرهار ولایت کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له روزنیز مرکزڅخه ۳۴۰ تنه د سیمه ېیزې اردو سرتیري فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول.
ځايي چارواکي وايي چې دغه سرتېري د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو، پچیراګام او د هسکې  مېنې د ولسوالیو ځايي اوسیدونکي دي چې په  یادو ولسوالیوکې به خپلو دندو ته دوام ورکوي.
د۲۰۱ سیلاب قول اردودرستیزوال بریدجنرال میراسدالله کوهستاني د باختر آژانس سیمه ېیزخبریال ته وویل چې دغو سرتېرو د دولسو اوونیو په اوږدوکې ټولې هغه مسلکي او تخنیکي زده کړې ترلاسه کړې کومې چې د اردو سرتېرو ته ورکول کېږي.
په همدې حال کې فارغو شویو سرتېرو ژمنه وکړه چې د ژوند تر وروستیو شېبو پورې به د هېواد له لویشت لویشت خاروې څخه دفاع وکړي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه په داسې  حال کې ۳۴۰ تنه د سیمه ېيزې اردو سرتېري د ټولنې خدمت ته وړاندې کېږي او په خپلو سیموکې په دندو ګومارل کېږي چې راتلونکې شنبه به د ولسي جرګې  ټاکنې هم ترسره شي.
د مسوولینو په وینا یاد سرتېري به د ټاکنو لپاره د امنیت په تامینولوکې اغیزمن تمام شي.
پای/وصال

Last modified on Tuesday, 16 October 2018 04:44

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.