د هېواد په ختیځ کې چاودنې دوه تنه پولیسان ټپيان کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

جلال اباد باختر د تلې  ۲۴ مه
د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په شمشپور سیمه  کې د سیمه ېيزو پولیسو پر رنجر موټر د سړک د غاړې  ماین چاودنه کړې  چې له امله یې  دوه تنه پولیس ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي د باختر اژانس سیمه  ېيز خبریال ته وویل چې  چاودنه  نن شاوخو یولس بجې  شوې.
سرچینه زیاتوي چې ټپیان د ننګرهار ولایتي روغتون ته لېږدول  شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.پای/وصال

back to top