شپږ ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
شپږ ديرش تنه  ډار اچوونکي دهېواد په بېلابېلو سيمو کې دملي او دفاعي ځواکونو له خوا ووژل شول .
  دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ملي دفاعي او امنيتي  ځواکونو يوولس چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې شپږ ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اتلس تنه نور ټپيان شول .
دغه عمليات دنورستان ، لغمان ، غزني ، قندهار ، کندز ، هرات ، بلخ ، هلمند ، نيمروز په ولايتونواو دکابل ولايت دسروبي په ولسوالۍ کې  ترسره شول .
دکنده ، خسرو ، ګوګامنده ، شيرين کلي  ، مومند او دحصار درې کلي ددښمن له شتون څخه پاک  او  دريپيتر دستګاه ، دماين جوړولو يوه  کارخانه او ددښمن دوه ډيپوګانې له منځه وړل شوي دي .
ختم _  سعيده _ اکرم

 

back to top