16 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار ولايت او مربوطاتوکې وسله والو داعشيانو ته مرګ ژوبله وواښته

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل \ باختردتلې دمياشتې ٢٧ نيټه : د ننگرهارولایت په مربوطاتوکی دیولړجګړه يیزواوچاڼیزوعملیاتونوپه بهيرکی څلورو تنووسله والو داعشيانو ته مرګ ژوبله اړول شوي، ۷ میله سپکې وسلې ترلاسه شوې او دغه راز ١ ماین کشف اوشنډ کړاى شوی دی. د٢٠١سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : د۲۰۱ سیلاب قول اردو څلورمې پلي لوا د لومړي کنډک ځواکونو له ملي امنیتي ځواکونو سره یوځای تېره ورځ د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ د تریلي، دولت زي اوغازیانو په سیموکې دولسي جرګې انتخاباتوته د ډاډمن امنیت دتامينولوپه مقصد ګډ جګړه يیز او چاڼیزعملیات ترسره کړل چی له امله يې يو تن داعش جنګیالی وژل شوی او درې تنه نوریی ټپیان شوي چی د وژل شوی داعش مړى له يو کلاشینکوف او د توغندي پنځو مرمیوسره یوځای د دفاعي امنیتی ځواکونولاسته ورغلی دی. دغه راز د۲۰۱ سیلاب قول اردو څلورمې پلي لوا ځواکونو له امنیتي ځواکونو سره یوځای تیره ورځ دننګرهارولایت مرکز جلال آباد ښار د اوومې ناحیه په اړونده سیمو کی دولسي جرګې انتخاباتوته د ډاډمن امنیت دتامينولو په مقصد یولړ چاڼیزعملیات ترسره کړل چې د تصفیې اوتلاشۍ پرمهال يو کره بین او پنځه تومانچې دملي دفاعي او امنیتی ځواکونولاسته ورغلي دي . وسله والومخالفینو او تروریستانو تیره ورځ د ننګرهارولایت د خوږیاڼيو ولسوالۍ دکږي بازار اړونده سیمه کې د وسایطو ضد يوماين چې د ورانکارو فعالیتونو سرته رسولو په مقصد ځای پرځای کړی وو چی له چاودنې مخکې د دغې قول اردوڅلورمې پلي لوا د ماین پاکولو ټیم له خواکشف اوشنډ کړاى شو. دغه عملیاتونه چی دولسي جرګې ټولټاکنوته د ډاډمن امنیت دتامينولو په مقصد پیل شوي و، په بریالیتوب سره پای ته ورسیدل. دعملیاتو اودماینونود شنډولوپرمهال ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو اوملکي خلکو ته کوم زیان ندی رسیدلی . د۲۰۱ سیلاب قول اردوقوماندان ډګرجنرال محمدزمان «وزیری» د افغانستان میړنیو خلکوڅخه په کلکه غوښتنه کوي چی د رای ورکولو مرکزونو ته په ډاډه توګه ولاړشي او دخپلې خوښې نوماندانوته رایه ورکړي او ډاډ ورکوي چی دملي اردو ځواکونه په ځانګړي توګه د۲۰۱سیلاب قول اردو بیداره اوزړور منسوبین به له نوروملي امنیتي ځواکونو سره په پوره همغږۍ دهیواد دښمنانو ټول شوم پلانونه شنډ کړي او هغوی ته به اجازه ورنکړي چی دغه ملي او مهمه پروسه ستونزمنه کړي. پاى \ذکرالله \

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.