22 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه  مشکوک کسان په کندز کې ونیول شول .

پنځه تنه مشکوک کسان په کندز کې ونیول شول .

کابل باختر د سلواغې ۲ پنځه تنه پرون په...

په قندهار کې د ۱۰ تنو طالبانو وژل کېدل

په قندهار کې د ۱۰ تنو طالبانو وژل کېدل

کابل باختر د سلواغې ۲ مه د قندهار ولایت د میوند...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

شپږپنځوس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل \ باختر د تلې دمياشتې٢٧ نيټۀ : ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيموکې د يولړ چاڼيزوعملياتو په ترڅ کې ٥٦ تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل . د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ : په تيرو٢٤ساعتوکې ١٣چاڼيزعمليات ترسره شول چې له امله يې د پنځو تنو پاکستاني تروريستانو په ګډون ٥٦تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول، ٦ تنه ټيپان او ٢تنه نور ونيول شول . دغه عمليات دهوايي ځواکونوپه ملاتړ د ننګرهار، غزني، پکتيکا، خوست، قندهار، هرات ، بلخ و بدخشان، هلمند او د نيمروزپه ولايتونو کې ترسره شول . په دغو عملياتوکې ددښمن څلور پټنځايونه، د وسلو او مهماتو يوه ډيپو او يو موټر له منځه وړل شوي دي . پاى \ ذکرالله \

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.