فيض آباد \باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ نهه تنه وسله وال ډار اچوونکي پرون په بدخشان ولايت کې ووژل شول. د٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال ډار اچوونکي د دغه ولايت د ارګو او راغستان ولسواليو په مربوطاتوکې د امنيتي او دفاعي ځواکونوپه عملياتوکې ووژل شول. رضايي وويل: په دغو عملياتو کې پنځه تنه ډار اچوونکي ټپيان شول او يو ډار اچوونکى ونيول شو. د ارګو په ولسوالۍ کې څو کلي د دښمن له شتون څخه پاک شول او د هغوى دوه کلاشينکوفونه هم د امنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي. پاى\ ذکرالله \