د هېواد په جنوب کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۲ تنه طالبان وژل شوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

لښکر ګاه  باختر د تلې ۳۰ مه
د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه شاوخوا،مارجې،نادعلي او د ګرشک ولسوالیو په بېلابېلو سیمو  کې د دوو تنو قوماندانانو په  ګډون دوه ویشت تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان د تېرو درې  ورځو په اوږدو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه  ېيز خبریال ته وویل چې په ترسره شویوعملیاتو کې د وسله والو طالبانو زیاته اندازه وسلې،مهمات او نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.
سرچینه  زیاتوي چې دغه راز په دغو عملیاتو کې پنځه ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.
ویل کېږي په ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

back to top