11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه/ باختر د ۳۴ ولایتونو له والیانو او...

په حکومتولۍ کې د ښځو ونډه

کابل / د چنګاښ ٢٠ مه / باختر په دغو وروستیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

٢٨ تنه داعشيان په ننګرهار کې ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلي ديرشمه :
دداعش دډلې  ٢٨ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې  دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه  دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې  له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ٢٨ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل : په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت دکوټ ، نازيانو خوږياڼيو او اچين دولسواليو  په مربوطاتو کې تر بريدونو لاندې راغلل.
درارسيدلوخبرونوله مخې ، په دې هوايي او ځمکنيو بريدونو کې  دهغوى څو مرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي .امنيتي مامورانو  نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه ٦ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې  د ډار اچوونکو دجنګي وسايلوددوو  ډيپوګانو  په کشفولو بريالي شوي دي
دغه ډيپوګانې تيره شپه دجلال اباد ښار ته څيرمه او په هسکې مينې  ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو په پټنځيو کې کشف.او يوه  اندازه  سپک او درانده  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . .
  ختم_شکريه _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.