په ننګرهارکې د داعش د ډلې يو غړى ونيول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل \باخترد لړم دمياشتې١٧نيټه :        
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د لومړي سرحدی لوا د اتم کنډک د درېیم ټولي منسوبينو       د ننګرهار ولایت د خوږیاڼيو ولسوالۍ د وزیروتنګۍ په سیمه کي د یوې امنیتي ګزمې        په وخت کې د عصمت الله په نامه يو تن داعشي جنګیالی له وسلی پرته  ژوندی نیولی دی . 
د يوبل خبرله مخې:
د ایتلاف ځواکونو بې پیلوټه الوتکې پرون دکونړ ولایت وټه پورې ولسوالۍ دڅپری په سیمه کی په داعشیانو هوایي برید ترسره کړ چې له امله يې د احمد او خلیل په نومو دوه تنه داعشيان وژل شوي دي .
پاى \ذکرالله

back to top