په قندهارکې د نهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 دقندهار ښار \باخترد لړم دمياشتې١٧نيټه :      
نهه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول. 
دغه جګړه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې پوځيانو په يوې ډلې وسله والو طالبانو بريد وکړ.  
دهېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې ٩ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده وويل: دغه وسله وال طالبان کله چې په يولړ ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو،  دپوځيانو له خوا پرې بريد  وشو.  
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى \ ذکرالله

back to top