20 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د تندر قول اردو د ځواکونو په عملیاتوکې ۴۸ تنو ترهګرو ته مرګ وژبله اوښتې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- کابل \باخترد لړم دمياشتې١٧نيټه :      
د ۲۰۳ تندر قول اردو جزو تامونو له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د لرګر کوتل په سیمه کې د (تندر۳) په نوم د ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو ډله يیز برید په شاه تمبولی، ۳۹ تنه وسله وال مخالفین يې وژلي دي چې د ۷ تنو مړي په سیمه کې پاتې دي.
د۲۰۳تندر قول اردو د قوماندانۍ رسنیز دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دی ترڅنګ د تندر قول اردو منسوبینو د غزنی ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ په اړوندو سیموکې له مخالفینو سره نښته کړې ده چې له امله يې درې تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او درې موټر سایکلونه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز ایتلافی ځواکونو د خوست ولایت د دومنده ولسوالۍ د زمسي په سیمه کې وسله وال ترهګر په نښه کړي چې له امله يې ۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.
همدارنګه د تندرقول اردو جزو تامونو له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د پکتیا ولایت د احمد آباد ولسوالۍ د آهنګرانو او الوخیلو په سیموکې د ګډو چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ٣ کلاشنکوفونه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
همدا راز د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د ابو قلعه په سیمه کې شپږ ماینونه د تندر قول اردو ماین پاکولو ټیمونو له خوا کشف او شنډ شوي او یو ترهګر وژل شوى دى.
پاى\ ذکرالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.