15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهارکې د٢٠ تنو داعشيانو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

د جلال آباد ښار \باخترد لړم دمياشتې١٧نيټه :    
د هېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې ٢٠ تنه وسله وال داعشيان د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
پر دغو ډار اچوونکو تېره شپه د دغه ختيځ ولايت په ځينو سيموکې هوايي او ځمکني بريدونه ترسره شول.
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې له تيرې شپې څخه تر اوسه پورې نويو نښتوکې ٢٠ تنه داعشيان وژل شوي دي.
ده وويل: په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت په ځينوسيمو کې د دوى په پټنځيوکې په خاصه توګه د هسکې مينې، اچين او چپرهار په ولسواليو کې بريدونه وشول.
د رپوتونوله مخې، په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څو پټنځې او مرکزونه له جنګي وسايلو سره يې له منځه وړل شوي دي.
پاى \ ذکرالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.