په ننګرهارکې د يو لړ ناکامو چاودنو مخه ونيول شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل \باخترد لړم دمياشتې١٧نيټه :      
پوځيانو د هېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې د يولړ ناکامو چاودنومخه ونيوله .
امنيتي مامورينو نن سهار اووه ماينونه د ننګرهار ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه کشف او شنډ کړل.
تر اوسه پورې د دغو ماينونو د خښولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې پوځيان د جنګي وسايلو د دوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپوګانې تېره شپه کله چې په نازيانو ولسوالۍ او جلال آباد ښار ته څېرمه د ډار اچوونکو په پټنځيوکې ساتل کيدې، کشف شوې .
له دغو ډيپوګانو څخه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
سيمه ييزمقامات وايي چې داعشيانو له دغو ډپيوګانو څخه د ډار اچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو کې استفاده کوله .
پاى \ ذکرالله

back to top