17 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني او د پاکستان لومړي وزیر ټیلفوني خبرې وکړې

جمهوررئیس غني او د پاکستان لومړي وزیر ټیلفوني خبرې وکړې

کابل \باختر\ د مرغومي د مياشتې٢٧مه د افغانستان د اسلامي...

له ترهګرۍ سره پر ټولیزې مبارزې ټینګار وشو

له ترهګرۍ سره پر ټولیزې مبارزې ټینګار وشو

کابل \باختر\ د مرغومي د مياشتې٢٧مه د افغانستان د اسلامي...

په ننګرهارکې له سلګونو اړو کورنيو سره مرسته شوه

په ننګرهارکې له سلګونو اړو کورنيو سره مرسته شوه

دجلال آباد ښار \باختردمرغومي دمياشتې٢٧نيټه: په ننګرهار ولايت کې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په يوشمير سيموکې چاڼيزعمليات وشول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل \باخترد لړم دمياشتې١٧نيټه : دقهرسیلاب څلورنمبر(۱۷) په نامه ګډ جګړه ئیزاوچاڼیزعملیات دوام لری ؛ همداشان دننگرهار ولایت په مربوطاتوکی (۱) تن طالب جنګیالی وژل شوی دی. دننګرهارولایت دنازیانوولسوالی په اړونده سیموکی دقهرسیلاب څلور نمبر(۱۷) په نامه ګډجګړه ئیز اوچاڼیزعملیات دوسله والوطالبانو اوداعش تروریستی ډلو دلمنځه وړلو اوځپلو ، دولسمشری او ولایتی شوراګانو ټولټاکنو ته دښې زمینی برابرولو په موخه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو دڅلورمی پلی لوا قوماندانی په مشری دملی اردو ، ملی پولیسو ، سرحدی قواوو، عامه نظم قواوو ، دولسی پاڅون کوونکو اوملی امنیت کارمندانو په ګډون موده وړاندی پیل شوی چی ددوام په ترڅ کی یی په تیرو(۲۴) ساعتونوکی دیادی ولسوالی یوشمیرکلی دوسله والوطالبانو اوداعش تروریستی ډلو له شتون څخه پاکی شوی دی. نوموړی عملیات په بریالیتوب سره دوام لری پرون دعطاؤالله په نامه یوتن چی دوسله والوطالبانوماین خښوونکو له ډلی څخه وو ؛ غوښتل یی چی دننگرهارولایت پچیرآګام ولسوالی دضمرخیلواومورګۍ په سیموکی ورانکاروفعالیتونوسرته رسولوپه موخه ماینونه ځای پرځای کړی چی له نیکه مرغه خپل ماین پری چاودنه کړی او وژل شوی دی. وسله والوطالبانوپرون دورانکاروفعالیتونوسرته رسولوپه موخه دکابل ولایت سروبی ولسوالی اوزبین دری دچهل ګزی په سیمه کی (۲)ماینونه ځای پرځای کړی وو چی له نیکه مرغه له چاودنی مخکی ددرییمی پلی لوا ماین پاکونی ټیم له خوا کشف او چاودنه ورکړل شوې ده .پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.