21 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو وسله وال طالب په فراه کې ووژل شول

يو وسله وال طالب په فراه کې ووژل شول

کابل / باختر/ دکب دمياشتې ٢٩مه په فراه ولایت کې يو...

فرانسه په افغانستان کې د بین الافغاني سولې ملاتړ کوي

فرانسه په افغانستان کې د بین الافغاني سولې ملاتړ کوي

کابل /باختر/ دکب د مياشتې ٢٩مه په کابل کې د فرانسې...

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲.۳ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۹ تړونونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲.۳ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۹ تړونونه منظور کړل

کابل /باختر/ دکب دمياشتې ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دسرددروند زيان له زغملو وروسته دغزني له جاغوريو څخه دطالبانوتيښته

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل باختر د لړم اتلسمه : طالبان دسر ددروند زيان له زغملو وروسته دغزني ولايت دجاغوريو له ولسوالۍ څخه وتښتيدل . د ترلاسه شويو شميرنو له مخې ، له طالبانو سره د پوځيانو او دوګړنى پاڅون د ځواکونو په نښتو کې نهه ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول . دچارشنبې په سهاروسله والو طالبانو له څو استقامتونو څخه په پراخه توګه دجاغوريو په ولسوالۍ بريدونه وکړل . دغزني دوالي وياند محمد عارف نوري باختراژانس ته وويل چې پرون ناوخته يرغلګر دسرد دروند زيان له زغملو وروسته له جاغوريو څخه وتښتيدل . ده وويل چې په دغو نښتو کې نهه ديرش تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي . نوري په دغو نښتو کې د دريو تنو پوليسانو شهادت او د پنځو تنو نورو ټپي کيدل تاييد کړل . دغزني دوالي وياند وايي چې د جاغوريو په بېلابېلو ساحو کې ديرغلګرو طالبانو د لټون لپاره عمليات دوام لري . په غزني کې دجاغوريو ولسوالۍ لومړى ځل دى چې دوسله والو طالبانو له خوا پراخ بريد پرې کېږي . دغه ولسوالۍ تراوسه پورې دژوندانه لپاره خوندي ساحه وه . دجمهوري رياست مرستيال استاد سروردانش په جاغوريو د طالبانو له بريد وروسته وويل چې جاغوري به د ډار اچوونکو ګورستان شي . په همدې حال کې پوځي مقامات او دوګړني پاڅون ځواکونه وايي چې په جاغوريو کې له هر راز امنيتي ګواښونوسره مبارزې ته چمتو دي . ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.