په قندهار کې دجنايي جرمونو په تور دشپږو تنو نيول کيدل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم اتلسمه : شپږ تنه په قندهار ولايت کې دجنايي جرمونو په تور ونيول شول . دغه کسان دتيرو ٢٤ ساعتونو په بهير کې دپوليسو په علمياتو کې دقندهار ولايت په مربوطاتو او دپلټنې په کمربندونو کې نيول شوي دي . دقندهار ولايت يوه امنيتي سرچينې باختراژانس ته وويل چې دغه شپږ تنه دغلا ، وژنې او دنشه يي توکو په قاچاقو تورن دي . نيول شوي کسان په لومړنيو تحقيقاتو کې دجنايي جرمونو په لسګونو پيښو اعتراف کړى دى . دقندهار امنيتي مقامات وايي چې نيول شوي کسان دتحقيقاتو له پايلو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي وړمه ورځ هم دقندهار امنيتي مقاماتو هم څه ناڅه شل تنه دجنايي جرمونو په تور ونيول . ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Saturday, 10 November 2018 04:23
back to top