20 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اتلس تنه داعشيان په ننګرهار کې دپوځيانو په نويو بريدونوکې ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دلړم اتلسمه دداعشيانو دډلې ١٨ تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول . په دغو ډار اچوونکو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي . دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې تيره شپه ١٨ تنه داعشيان ووژل شول . ده وويل په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت دنازيانو ، خوږياڼيو او اچين دولسواليو په مربوطاتو کې ددوى په سنګرونو بريدونه شوي دي او دهغوى څو مرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت په ګن ميشتو لارو کې ٩ ماينونه کشف او شنډ کړل . ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلو ددريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي دغه ډيپوګانې تيره شپه دهسکې مينې او دروداتو په ولسواليو او دجلال اباد ښار ته څيرمه ترلاسه شوې له دغو ډيپوګانو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . . سيمه ئيز مقامات وايي چې داعشيانو له دغو ډيپوګانو څخه په ډاراچوونکو بريدونوکې استفاده کوله ختم_عطاالله _ اکرم

Last modified on Saturday, 10 November 2018 04:28

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.