دهېواد په ختيځ کې دپنځو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم اتلسمه : د ډار اچوونکو په ډلې پورې اړوند پنځه تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شول . په دغو داعشيانو تيره شپه دکامديش ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددوى په پټنځي کې بريد وشو دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې دداعش دډلې ٥ تنه غړي ووژل شول . ده وويل چې دغه داعشيان په ډار اچوونکوفعاليتونو بوخت و چې ډزې پرې وشو ې . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول . ويل کېږي چې په دې هوايي بريد کې دکليو اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى امنيتي مامورانو نن سهار د نورستان ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې څلور ماينونه کشف او شنډ کړل . تراوسه پورې ددغو ناکامو ماين ښخونو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خوځينې امنيتي سرچينې وسله وال طالبان ددغې ماين ښخونې عامل بولي ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Saturday, 10 November 2018 04:27
back to top