18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیا کې د دوو خونړیو پېښو مخه ونيول شوه

کابل/باختر/ د وږي ۲۷مه هوايي ځواکونو د پکتیا د زرملې ولسوالۍ...

يو انس سره زر په ١٥٠٠ډالرو پلورل کېږي

کابل/باختر/ د وږي٢٧مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر...

په ننګرهارکې سلګونو کورنيو روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ

کابل/باختر/ د وږي ۲٧مه په ننګرهارکې سلګونو کليوالي کورنيو روغتيايي اوبو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سوماليا کې د چاودنو له امله ۲۳ تنه ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

موګه ديشو/ امريکا غږ/  باختر دلړم  نولسمه :
د سوماليا په پايتخت موګه ديشوکې د درې بمي موټرو د چاودنو او جګړې له امله پرون څه ناڅه ۲۳ تنه ووژل شول .
  د سوماليا روغتيايي مقاماتو ويلي دي چې په دغو جګړوکې څلور تنه يرغلګر هم وژل شوي دي .
د سوماليا پوليسو ويلي دي چې په دغو موټروکې ځاى پرځاى شوي چاوديدونکي توکي په لږ زماني واټن کې د صفحي هوټل ته څېرمه وچول شول .
د سوماليا امنيتي مقاماتو دغه راز ويلي دي چې څلور تنه وسله وال تند لارې هوټل ته ننوتل او د هوټل بام ته وختل او په ډزو يې پيل وکړ .
د سوماليا پوليسو ويلي دي چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو دغه يرغلګر په ډزو سره ووژل او په لسګونه تنه يې چې په هوټل کې پاتې وو، وژغورل.
  په القاعده پورې تړلې د الشباب ډله چې له لسو کلونو راپديخوا په سوماليا کې  جنګيږي، د دغه بريد مسووليت په غاړه اخستى دى.
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.