20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د لسګونو تنو طالبانو وژل کېدل

په غزني کې د لسګونو تنو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه په غزني ولايت کې...

 د جمهور رئیس غني  په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په جوزجان کې له دولت سره ديو طالب پيوستون

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل باختردلړم شلمه : ددولت يو وسله وال مخالف له دوو وسلو سره په جوزجان کې دسولې له بهير سره يوځاى شو . دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند باختراژانس ته وويل دطالبانو دډلې يو غړى ارسلان چې له زياتې مودې راپديخوا دقوش تيپې او درز اب په ولسواليو کې ددولت ضد فعاليتونو په ترسره کولو بوخت و ددولت دتګلاري دحقانيت په پوهيدو سره له دولت سره له مخالفت څخه لاس واخست او دسولې له بهير سره يوځاى شو . ديوبل خبرله مخې، دجوزجان ولايت داقچې په ولسوالۍ کې يو قومي مشر تيره شپه دوسله والو طالبانوله خوا شهيد کړى شو . داقچې ولسوال غلام سخي سبحاني وويل چې دغه قومي مشر پنځه څلويښت کلن و او دطالبانو تر ادارې لاندې ساحه کې دماخستن دلمانځه له اداکولو وروسته شهيد کړى شو ويل کېږي چې ددغه قومي مشر دشهادت علت لاتراوسه پورې روښانه نه دى . ختم- ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.