15 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه پنځوس تنو وسله والو ډاراچوونکو ته مرګ ژوبله واوښته

نړيوالې خبري منابع \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٣نيټه : په تيرو ٢٤...

دکابل - جلال اباد د لويې لارې په تګلوري کې دعملياتو په بهيرکې دڅوکليو پاکول

دمهترلام ښار \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٣نيټه : په داسې حال کې دکابل...

په ننګرهار کې د اووه تنو داعشيانو وژل کيدل

دجلال اباد ښار \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٣نيټه : اووه ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اوولس تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردلړم دمياشتې٢١نيټه :  
اوولس تنه داعشيان د هېواد په ختيځ ننګرهار ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونو کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې هوايي او ځمکني بريدونه وشول.
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې تېره شپه په نويو بريدونوکې ۱۷ تنه داعشيان وژل شوي دي.
ده وويل: پر دغو داعشيانو د نازيانو، دُربابا او د غني خيلو د ولسواليو په ځينو سيموکې د دوى په سنګرونو بريدونه وشول  .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې له ټولوجنګي وسايلو سره يې د داعشيانو څو مرکزونه او پټنځي هم دړې وړې شوي دي.
ويل کيږي په دغو بريدونو کې پوځيانو او ملکي  وکړو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى \ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.