15 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دجنايت کارانو څلور کسيزه ډله په کابل کې ونيوله شوه .

کابل باخترد ليندى څليرويشتمه : څلور تنه چې...

دپوليسو يو افسر شهيد شو

کابل باخترد ليندى څليرويشتمه : دپوليسو يو افسر نن په...

هند دافغانستان دکرکټ اته لوبغاړي پيري

کابل باخترد ليندى څليرويشتمه : ټاکل شوې ده دافغانستان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۴۴ تنو ترهګرو وژل کیدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\ د لړم دمياشتې۲٤مه
د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۰  ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۹۶ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۴هوایي بریدونه د  جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان  هوایي ځواکونو ۹۵پروازونه د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۴۴تنه  وسله وال ترهګر وژل شوي او  ۶ تنه ټپيان شوي دي .
دغه عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، پکتیا، قندهار، فراه، غور،  بلخ ، هلمند او  نیمروز په ولایتونو  کې تر سره شوي په پایله کې د غزني ولایت د مالستان او قره باغ په ولسوالیو کې ۳۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر له منځه وړل شوي، د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او د هلمند ولایت د مارجې او ګرشک په ولسوالیو کې ۴ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي .
همدا راز د نیمروز ولایت د خاشرود په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، د چاودیدونکو توکو نه ډک یو موټر له منځه وړل شوی او یو موټر سایکل لاسته راغلی، د هرات ولایت د رباط سنګي په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د غور ولایت د چهار صدې په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي   .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.