23 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

کابل/ باختر/د کب دمياشتې ٣ مه د غزني ولايت چارواکي وايي...

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ  پرانيستل شوه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوه

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ٣ مه د سالنګونو لويه لاره...

   په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٣مه په غزني ولايت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکونړ په نرنګ کې ديوولسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د لړم ٢٤ مه:
يوولس تنه  ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې د ډار اچونې پرخلاف د عملياتو په دوام ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو له تيرې شپې څخه تر سهار پورې  د نرنګ ولسوالۍ په بېلابېلو سيموکې بريدونه وشول .
د ډار اچونې پرخلاف دغه عمليات له درې ورځې راپدېخوا د سلګونو تنو پوځيانو په ګډون  دکونړ ولايت د نرنګ  په ولسوالۍ کې د طالبانو او داعشيانو په پټنځيو پيل شوي او تر اوسه پورې دوام لري .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې تېره شپه د دغو عملياتو په بهيرکې يوولس تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.
ده وويل دغه ډار اچوونکي له پوځيانو سره په دريو نښتو کې په نرنګ ولسوالۍ کې ووژل شول .
د هېواد په ختيځ  کې پوځي مقامات وايي چې پوځيان د دغو عملياتوپه بهير کې  د ډار اچوونکو  له شتون څخه دکونړولايت  په نرنګ ولسوالۍ کې د څو کليو په پاکولو بريالي شوي دي .
دغه  پوځي عمليات دغه راز  دنرنګ ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې دوام لري.
ختم_ عطاالله_ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.