-کابل باختر د لړم ٢٤
يو ويشت تنه په ننګرهار ولايت کې په جنايي جرمونوکې دلاس لرلو په تور ونيول شول .
دغه کسان په تيرو ٢٤ ساعتو کې دامنيتي مامورانو دځانګړو عملياتو په بهير کې دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې نيول شوي دي.
دننګرهار ولايت يوه امنيتي سرچينې باختراژانس ته وويل چې دوى په تيرو ٢٤ ساعتو کې يو ويشت تنه دجنايي جرمونو په تور نيولي دي .
ده وويل چې په نيول شويو کسانو دغلا ، شوکمارى ، وژنې او دنشه يي توکو دقاچاقو تور لګول شوى دى .
ختم_ عطاالله +_ اکرم