05 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر د...

په فراه کې په کرونا ویروس دوه اخته کسان ښه شوي دي

په فراه کې په کرونا ویروس دوه اخته کسان ښه شوي دي

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر د فراه روغتیایي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دتبهکارو يو بانډ په هرات کې دړې وړې شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
يوه  ډيره خطرناکه  تبهکاره  بانډ  چې تروريستان  او حرفوي غله  پکې شامل و  دهرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې وپيژندل شول او دړې وړې شول .
  ددغې تبهکارې بانډ څلور تنه غړي ديو تروريستي بريد په بهيرکې چې يوغړي يې ووژل شو تيره شپه دګذرې او انجيل دولسواليو په مربوطاتو کې وپيژندل شول او ونيول شول .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل  چې دغه بانډ دهرات په ښار او دهرات ولايت په ولسواليو کې په ترور ، وسله والوغلاو او په غير قانوني فعاليتونو لاس  پورې کاوه .
  ددغه بانډ غړي چې تيره  شپه نيول شوي دي اعتراف کړى دى چې دهرات ولايت په ولسواليو او دهرات ښار د ناحيو په مربوطاتو کې  تروريستي بريدونه ترسره کړې دي .
ددغه بانډ له غړو څخه  دوه کلاشينکوفونه، دوه ښکاري ټوپکونه ، لس لاسي بمونه او د کلاشينکوف او پيکا په سلګونو ګولۍ ، نور پوځي تجهيزات او دوه موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي .    ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.