15 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه پنځوس تنو وسله والو ډاراچوونکو ته مرګ ژوبله واوښته

نړيوالې خبري منابع \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٣نيټه : په تيرو ٢٤...

دکابل - جلال اباد د لويې لارې په تګلوري کې دعملياتو په بهيرکې دڅوکليو پاکول

دمهترلام ښار \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٣نيټه : په داسې حال کې دکابل...

په ننګرهار کې د اووه تنو داعشيانو وژل کيدل

دجلال اباد ښار \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٣نيټه : اووه ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په ختیځ کې د ځانمرګو بریدګرو نیول کېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
جلال اباد باختر د لړم ۲۸ مه افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د دوو ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۱۱ تنه داعش او یو تن وسله وال طالب ژوندي نیولي دي . د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باختر اژانس ته وویل، چې یاد ځانمرګي او داعش وسله وال د ملي امیت د ځانګړو ځواکونو له لوري د تېرې اوونۍ په اوږدو کې په مرکز جلال اباد ښار، نازیانو ، خوږیاڼو ، پچیراګام، اچین او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي. سرچینه زیاتوي چې نیول شویو ځانمرګو بریدکوونکو او داعش وسله والو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی. دا په داسې حال کې ده،چې په وروستیو کې د ملي امنیت ادارې په هلو ځلو ۲۱۵ تنه داعش او طالب وسله وال له جګړې لاس اخیستی او د خپلو وسلو سره یو ځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.