23 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

کابل/ باختر/د کب دمياشتې ٣ مه د غزني ولايت چارواکي وايي...

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ  پرانيستل شوه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوه

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ٣ مه د سالنګونو لويه لاره...

   په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٣مه په غزني ولايت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

افغان ځانګړو ځواکونو په ننګرهار ولایت کی د داعش تروریستی ډلی بړستن ورغونډه کړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل باختر دلړم ٢٨ افغان ملی دفاعی اوامنیتی ځواکونو په دی ورستیوڅوورځو کی د ننګرهار ولایت د هسکې ولسوالی د اوغز په مربوطاتو کی د داعش تروریستی ډلی پر ضدګډ جګړه ئیز اوچاڼیز عملیات ترسره کړل چی داعشیان یی په پوره توګه لمنځه وړی ، دهغوی پټنځایونه ، ددرنو او سپکو وسلو زیرمی یی په بشپړه توګه ویجاړی شوی. همدارنګه په ننګرهار ولایت کی د داعش ډلی جرړلی ویستل شوی او ډیرژربه انشاء الله چی ننګرهارولایت په کامله توګه ددوی له شتون څخه پاک شی. افغان ځانګړوځواکونوددی وروستیوعملیاتو په ترڅ کی د داعش ډلی ۵۰ جنګیالی وژلی او ددوی پټنځایونه یی لمنځه وړي دي. دهسکې ولسوالی اوغز کلی چی د داعش جنګیالیوو مهم مرکزبلل کیده ، وروسته ترهغه چی دتیری روژی په میاشت کی افغان ملی دفاعی او امنیتی ځواکونوددی ډلی دخراسان د خلافت لمړنی مرکز لمنځه یووړ نو دی ډلی دخراسان دوهم مرکز د ننګرهار ولایت هسکې ولسوالی د اوغزپه کلی کی جوړکړ چی له نیکه مرغه هغه هم د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کی لمنځه یوړل شو. افغان ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو په عملیاتو کی دداعش د مهماتو زیرمی چی درنی او سپکی وسلی ، راکټونه ، پیکا ، کلاشینکوفونه ، ډول ډول وسلی او هغه ماینونه او نورچاودیدونکی توکی چی داعشیانوبه له یادمرکز څخه دګران هیواد افغانستان نوروولایتونواوسیموته استول او زموږ شریف هیوادوال به یی په بیګناه ډول شهیدانول چی اکثره قربانیان یی ښځی او ماشومان دی . ددغه مرکزله ویجاړیدو سره سم د داعش ټول امکانات له منځه تللی او دوی نور داتوان نلری چی په ګران هیواد کی خپل ځان د بقاه لپاره ځای پیدا کړی او یا هم دباغیرته ولسونو امنیت ته ستونزی پیداکړی.پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.