په ننګرهارکې اته تنه داعشيانو ته مرګ ژوبله واوښته

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دمرغومي دمياشتې ٢١ نيټه :
په ننګرهارولايت کې اته تنه داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.     
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره لیکلي دي: د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ د نرۍ اوبه په اړونده سیمه کې  پرون د ایتلاف ځواکونو بې پیلوټه الوتکې هوايي برید ترسره کړ چی له امله يې د داعش د ډلې ۷ تنه جګړه ماران ووژل شول او د آغا پاچا په نامه د دغې ډلې د درندو وسلو مسوول هم په وژل شويو کسانوکې شامل دی .
وسله وال طالبان او ټولې تروریستی ډلې که چېرې سوله و نه مني، د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا به یې سرونه ووهل شي او سنګرونه به ترې ونیول شي.
  پاى \ذکرالله \                               

back to top