په زابل کې د پوځيانو په ډزو کې د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

دقلات ښار \ باختر دمرغومي دمياشتې ٢١ نيټه :  
شپږ تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې د پوځيانو د توپونو په ډزو کې ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول . 
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې د دوى په پټنځايونو د پوځيانو له خوا د توپونو ډزې وشوې.  
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د پوځيانو د توپونو په ډزو کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل: په دغو وسله والو طالبانو په ارغنداب ولسوالۍ کې د دوى په پټنځايونو هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې يو لړ ډار اچوونکي فعاليتونه ترسره کړي. 
پاى \ذکرالله \

back to top