طالبانو ته په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې د سر دروند زيان

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

دترينکوټ ښار \باختردمرغومي دمياشتې٢١نيټه:
په روزګان ولايت کې ٣٦ تنه وسله وال طالبان د افغان پوځيانو په هوايي او توپخانه يي بريدونو کې ووژل شول او څه ناڅه ١١ تنه نوريې ټپيان شول .
په دغو وسله والو طالبانو په تېرو ٢٤ساعتو کې په دهراوود ولسوالۍ کې د دوى په پټنځيو بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو هوايي او توپخانه يي بريدونوکې د وسله والو طالبانو د دوو قوماندانانو او د اتو تنو بهرنيو جګړه مارانو په ګډون ٣٦ تنه ووژل شول او ١١ تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل چې په دغو وسله والو طالبانو د پوځيانو له خوا په دهراوود ولسوالۍ کې له هوا اوځمکې څخه بريدونه وشول .
ويل کيږي په دغو عملياتوکې د وسله والو طالبانو څو مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې او له منځه يوړل شول.
په رپوټونو کې ويل شوي دي چې د دغو بريدونو په نتيجه کې، د وسله والو طالبانو د ډلې په لسګونو تنه غړي له خپلو کورنيو سره يې له دهراوود ولسوالۍ څخه تيښتې ته اړ شوي دي.
پا \ذکرالله \

back to top