24 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په سمنګانو کې لومړنى خصوصي  ټلويويزن په  خپرونو پيل وکړ

په سمنګانو کې لومړنى خصوصي ټلويويزن په خپرونو پيل وکړ

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه : د رستم په نامه لومړني خصوصي ټلويزيون...

دکابل پوليسو دوژنې يو تورن ونيوه

دکابل پوليسو دوژنې يو تورن ونيوه

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه : پوليسو دجنايي جرمونوپه اړوند درې تورن په...

په فراه کې ددريو ډاراچوونکو وژل  کېدل

په فراه کې ددريو ډاراچوونکو وژل کېدل

فراه /باختر/ دچنګاښ ٣مه : دفراه مسوولين وايي ؛ په بکوا...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دوسله والو طالبانو له شتون څخه دغور ولايت ددوه لينه ولسوالۍ پاکول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختردمرغومي دوه ويشتمه :
دډار اچونې  ضد عملياتو په بهير کې  دغور ولايت ددوه لينه ولسوالۍ دوسله والو طالبانو دډلې  له  افرادو څخه پاکه شوه .
دغه عمليات له يوې اوونۍ راپديخوا   دملي اردو او ملي پوليسو دسلګونو تنو منسوبانو او دوګړنيو ځواکونو په ګډون دهېواد دهوايي پوځ په مرسته پيل شوي وو .
دهېواد په لويديځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان وويل چې په دغو عملياتو کې ددوه لينه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه او دوسله والو طالبانو دډلې څو تنه غړي ووژل شول  او درې تنه نور يې ونيول شول
ده وويل چې په دغو عملياتو کې دطالبانو څو مرکزونه  له ټولو جنګي  وسايلو سره  يې دړې وړې شوي دي .
ددوه لينه ولسوالۍ  اوسيدونکي چې له زياتې مودې راپديخوا دطالبانو له  واکمنۍ څخه په تنګ شوي وو له دولت څخه غواړي چې دپوځي اډو په جوړولو سره دې ددوى سيمو ته د ډار اچوونکو داحتمالي ستنيدو مخه ونيسي .
پوځي مقامات وايي چې ددوه لينه ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دڅو پوځي اډو په جوړولو کار دوام لري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.