په قندهار کې داوو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردمرغومي دوه ويشتمه :
  اووه تنه  وسله وال طالبان تيره شپه په قندهار ولايت کې ووژل شول .
  دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني باختراژانس ته وويل دغه طالبان  له هغه وروسته ووژل شول چې ددغه ولايت دسپين بولدک ولسوالۍ درباط  په ساحه کې  په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
ده زياته کړه چې په دې بريد کې  شپږ تنه  نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي
په دې پيښه کې پنځه تنه پوليسان هم شهيدان او دوه تنه نور  پوليسان ټپيان شوي دي .
  ختم- ف _ اکرم

back to top