په سمنګانو کې دڅلورو تنووسله والو طالبانو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د مرغومي څليرويشتمه :
څلور تنه وسله وال طالبان تيره شپه په سمنګانو ولايت کې  له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
  دسمنګانو دامنيې قوماندانۍ  وياند باختراژانس ته وويل چې دغه  جګړه دسمنګانو دمرکز  دايبکو په منقوطن  کلي  په امنيتي پوستې دطالبانو له بريد وروسته ونښته چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى  زياته کړه چې دنښتو په بهير کې  درې تنه وګړني پاڅون کوونکي او دپوليسو يوسرتيري   شهيدان شول او يوتن بل پوليس  ټپي شو
ويل کېږي چې دمنقوطن  کلي دبغلان ولايت له ناامنو سيمو سره پوله لري او له همدې امله کله کله  وسله وال مخالفين په امنيتي  پوستې بريد کوي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

back to top