20 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتیا او غزني ولایتونوکې ۱۷ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر / د مرغومي د مياشتې ٢٧مه
د۲۰۳ تندر قول اردو جزوتامونو د غزني ولایت په مرکز پورې اړوند د دويمې حوزې په سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې ۱۱ تنه ترهګر وژلي دي چې په وژل شويو کسانو کې د طالبانو یو تن قوماندان عزت الله هم شامل دی.
د ۲۰۳تندر قول اردو قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره باختر آژانس ته ليکلي دي:
دغه راز د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په پیراکي سیمه ۴ تنه وسله وال مخالفین د خپل ماین د چاودنې له امله وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
د پکتیا ولایت د زرملې ولسولۍ د کاکړې په سیمه کې د ایتلاف د ځواکونو د بريد له امله دوه تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او د دښمن یو موټرسایکل له منځه وړل شوى دی.
همدارنګه د تندر قول اردو د ماین پاکولو ټیمونو له خوا ۴ ماینونه د غزني ولایت په مرکز پورې اړوندو سیمو کې کشف او شنډ کړاى شوي دي.#
پاى - ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.