20 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

کابل/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د کندز په...

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د نورستان په نورګرام...

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

داسعدا آبادښار/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: شپاړلس تنه دهېواد په ختيځ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په بېلابېلو سیموکې د ۶۶ ترهګرو وژل کېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر / د مرغومي د مياشتې ٢٧مه
د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تېرو۲۴ساعتونو کې۹ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۹۲ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۲ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړي او د افغانستان هوایي ځواکونو د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه ۱۲۷ الوتنې وکړې چې په پایله کې د ۹ تنو داعشیانو په ګډون ۶۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او  ۲۸ تنه  نوريې ټپیان شوي دي .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره باختر آژانس ته ليکلي دي:
دغه عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، ارزګان، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل،  بلخ او د هلمند ولایتونو په مربوطاتو کې تر سره سره شول.
دغه راز په دغو عملياتوکې د دښمن ۳٧ موټر سایکلونه او ۳۰ ډول ډول وسلې له منځه وړل شوې، ۲۰ موټر سایکلونه او ۵ ډول ډول وسلې لاسته ورغلي او د چشمه شرین، چشمه خلیل، قلعه غیز، چشمه ګلک او چکاب سیمې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوي دي. #

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.