اووه تنه په هرات کې د نشه يي توکو د پلورلو په تور ونيول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 دهرات ښار \باختردمرغومي دمياشتې٢٧نيټه:
اووه تنه په هرات ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاقو او په پرچون ډول د هغو د پلورو په تور ونيول شول .
له دغوکسانو څخه څلورو تنو چې له نشه يي توکو څخه ډک١٩٩کپسولونه يې خوړلې وې، غوښتل يې هغه د هندوستان هېواد ته قاچاق کړي .
دغه قاچاق وړونکي د سرحدي پوليسو په همغږۍ د هرات ولايت د امنيي قوماندانۍ له  نشه يي توکو سره د مبارزې د منسوبينو له خوا د هرات ولايت په نړيوال هوايي ډګر کې ونيول شول.
پاى\ذکرالله \

back to top