20 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په فارياب کې د شلو تنو ډار اچوونکو وژل کېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دمرغومې اته ويشتمه
٢٠ تنه ډار اچوونکي پرون په فارياب ولايت کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې، دغه ډار اچوونکي د فارياب ولايت دشېرين تګاب ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښتو کې ووژل شول .
رضايي زياته کړه، چې په دغو نښتو کې ديارلس تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي او پنځلس  ماينونه چې د ډار اچوونکو له خوا په دې لاره کې ځاى پرځاى  کړى شوي وو هم کشف او شند کړى شوي  دي.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند وويل چې، ديوه ماين د چاودنې له امله د ملي اردو څلور تنه منسوبين شهيدان او شپږ تنه نور سرتېري  د نښتو په بهير کې ټپيان شوي دي .
د ٢٠٩ شاهين  قول اردو وياند زياته کړه چې، د دفاعي او امنيتي ځواکونو هغه اکمالاتي  کتارچې د هوايي پوځ په ملاتړ  له ميمنې څخه د شېرين تګاب ولسوالۍ په لور روان وو، د دښمن د څو کمينونو  له ماتولو وروسته تېرماښام د شېرين تګاب ولسوالۍ ته ورسيد .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.