20 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ميدان وردګو کې د سوېډن کمېټې روغتيايي مرکزونه بيا فعال شول

په ميدان وردګو کې د سوېډن کمېټې روغتيايي مرکزونه بيا فعال شول

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د سوېډن کمېټې روغتيايي...

  باميان د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د درناوي په درشل کې

باميان د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د درناوي په درشل کې

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د باميانو د سيمه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کونړکې د طالبانو يو قوماندان ووژل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختردمرغومي دمياشتې٢٩نيټه:
د وسله والوطالبانو د ډلې يو قوماندان په کونړ ولايت کې د يوه ماين د چاودنې له امله  ووژل شو.
مولوي سعيدالله پرون ناوخته د ماڼوګي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شو.
دهېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر اژانس ته وويل چې په دې چاودنه
کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان مولوي سعيدالله وژل شوی او دوه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي .
ده وويل: مولوي سعيدالله په ماڼوکي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يو مهم قوماندان  و او د دغې ډلې زيات ډار اچوونکې بريدونه يې طرحه کول.
د طالبانو او داعشيانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى. د دغو دوو ډلو افراد د هېواد په ځينو سيموکې تل د پراختيا غوښتنې او د عشر او زکات په نامه له خلکو څخه د راټولو شويو پيسو د ويش پرسر له يو بل سره جنګيږي.
پاى \ ذکرالله \

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.