کابل \باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه :
اته تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانو نن سهار د ترينکوټ ښار ته څېرمه د دوى په مرکز بريد وشو .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دغه وسله وال طالبان د يو لړ نويو ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريد وشو.
د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار ته څېرمه دوسله والو طالبانو دشتون او فعاليتونو په زياتوالي سره په دغو سيمو دپوځيانو هوايي او ځمکني بريدونه هم زيات شوي دي.
پاى \ذکرالله \