20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دفرهنګي دملي پاليسي مسوده  نظر غوښتنې ته وړاندې شوه .

دفرهنګي دملي پاليسي مسوده نظر غوښتنې ته وړاندې شوه .

-کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دهېواد د فرهنګي ملي پاليسي...

 دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  دترکيې له سفير سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دترکيې له سفير سره وکتل .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دهېواد دبهرينو چارو وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د نجراب ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې پرون د قهر سيلاب ګډ عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل .
  د باختر اژانس دخبريال دخبرله مخې:
دغه عمليات تېره اوونۍ د درېمې پلې لوا د منسوبينو او افغان امنيتي ځواکونو په ګډو هلوځلو سره، په نجراب ولسوالۍ کې د ښه امنيت د تامينولو او د تروريستي او ډار  اچوونکو ډلو له شتون څخه د دغې ولسوالۍ د بشپړ پاکولو په مقصد پيل شوي وو .
  ويل کېږي چې د دغو عملياتو له امله د دغې ولسوالۍ د غَين درې، افغانيه درې او پچغان درې کلي او نورې نا امنې سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې او طالبانو د سر د زيات زيان په زغملو سره وتښتيدل .
په دغو عملياتوکې د طالبانو يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم د پوځيانو لاس ته ورغللي دي.
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.