20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دفرهنګي دملي پاليسي مسوده  نظر غوښتنې ته وړاندې شوه .

دفرهنګي دملي پاليسي مسوده نظر غوښتنې ته وړاندې شوه .

-کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دهېواد د فرهنګي ملي پاليسي...

 دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  دترکيې له سفير سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دترکيې له سفير سره وکتل .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دهېواد دبهرينو چارو وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اتلس تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
په غزني ولايت کې پرون ١٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند ډګروال فضل خدا ابراهيم خيل د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه طالبان د اب بند، قره باغ ولسواليو په مربوطاتو او د غزني په مرکزکې د ناتو د ځواکونو په ملاتړ د هېواد د هوايي او ځمکنيو پوځيانو په عملياتو کې ووژل شول .
په وژل شويو کسانوکې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ هم شامل دى .
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې اته تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او يو زيکو-١ ،  څلور فولډر ، سراچه او داتسون  موټرونه له منځه لاړل .
ديوبل خبرله مخې:
د ٢٠٣ تندر قول اردو منسوبينو ١٢ ماينونه د غزني، پکتيکا او خوست ولايتونو په مربوطاتو کې کشف او شنډ کړل .
  ختم_ سعيده _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.