دوسله والو طالبانو دډلې يوسرګروپ په پروان کې ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
دوسله والو طالبانو  دډلې يو سرګروپ  نن په پروان ولايت کې ووژل شو .
  دپروان ولايت دهمغږى  دمرکز قوماندان ډګروال انوري احمدي د باختراژانس خبريال ته وويل  چې دوسله والو طالبانو دډلې سيمه ئيز  سرګروپ ملا نذير  دپروان ولايت  په بګرام  ولسوالۍ کې  دامنيتي منسوبينو په ګډو عملياتو کې  ووژل شو .
  ملا نذير  دپروان ولايت په مرکز  پورې اړوند دقلعه چنار  په کلي کې په ډار اچوونکوفعاليتونوبوخت  و .
ده زياته کړه  په دغو عملياتو کې چې پرون پيل شول  تراوسه پورې دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې  څلور کلي دوسله والو مخالفانو  له شتون څخه  پاک شوي او ددښمن  يوه اندازه جنګي وسايل  هم ترلاسه شوي دي .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

Last modified on Tuesday, 12 February 2019 04:23
back to top