اتلس کيلوګرامه هيروئين په تخار کې کشف شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
دتخار ولايت پوليسو  نن اتلس کيلوګرامه هيروئين په دغه ولايت کې کشف او  ضبط کړل .
  دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند  عبدالخليل اسير  باختراژانس ته وويل  چې ددغې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې مديريت موظفينو  اتلس کيلوګرامه  هيروئين  چې  ديوسراچه ډوله   موټر په واسطه  دبدخشان ولايت  دکشم له ولسوالۍ څخه  دکندز ولايت ته  لېږدول کيده دتالقانو ښار په مربوطاتو کې  کشف او ضبط  کړل .
  ده زياته کړه  چې دتخار پوليسو  ددغو هيروئينو  دلېږدونې په اړوند دوه تنه نيولي دي .
  ختم-  ف _ اکرم

Last modified on Tuesday, 12 February 2019 04:18
back to top