د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۳۵ ترهګرو وژل کېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر / د سلواغې د مياشتې ۲۳مه
د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۵ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۸۱ځانګړي کوماندویي دندې او ۲ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابیلو سیمو کې تر سره کړل او د افغانستان هوایي ځواکونو، د ملي اردو  د ځواکونو د ملاتړ په موخه ۳۸ الوتنې ترسره کړې چې په پایله کې ۳۵ تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول، ۴۱ تنه ټپیان او ۵ تنه نور ونیول شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د  ننګرهار،  کونړ، کاپیسا، پروان، غزني،  خوست ، کندهار، ارزګان، بادغیس بلخ ، جوزجان، تخار او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي.
د غه راز د دغو عملیاتو په بهیرکې د دښمن د ماین جوړولو یوه کارخانه، د ماین یوه ډیپو، دوه بوجۍ چاودیدونکي توکي، ۱۰ ځانمرګي واسکټونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او ۲۷ کړي ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.
همدارنګه د خمدان، حسام الدین، تاجک فشلاق، خروتي، مسجد او د خاشه بازار سیمې د دښمن له شتون څخه هم پاکې شوې دي.
له منځه وړل شوي #
پای – ع

back to top