کابل باختر دسلواغې ۲۳مه
په ننګرهار ولايت کې ۳۱ تنه د جنايي پېښو په تور ونيول شول .
پوليس وايي چې دغه کسان د تيرې يوې اوونۍ په بهيرکې د ننګرهار ولايت په مربوطاتو د وسايطو د څيړنې او عملياتو په بهير کې نيول شوي دي.
دغه کسان د غلا، وژنې، د نشه يي توکو د قاچاقو او په انسان تښتونې تورن دي.
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د پوليسو مسوول جنرال غلام سنايي ستانکزي دباختر اژانس خبريال ته وويل چې له دغو کسانو څخه يوه اندازه جنګي وسايل او ١٦٦٢ کيلوګرامه نشه يي توکو ترلاسه شوي دي.
جنرال ستانکزی وايي چې د دغو کسانو دوسيې عدلي او قضايي مراجعو ته لېږدول شوې دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم